ایکنانیوز راپور راکوي، د ولسی مشارکت، هستونکې او د تغذئې د چارو د کمیټې منشي او دعتبات عالیاتو د پراختیا او رغونې د کمیشن د مشر جانشین د زمری دمیاشتې په لومړۍ نیټه په یوه خبری کنفرانس کې د سږکال حسینی اربعین د موکب لګونکو د نامو د ثبتوولو د بهیر په تشریحولو او د حسینی اربعین د هستوګنې او تغذئې په باب دترسره کونکو اقداماتو په باب ووئيل، د عراق او سورئې د عتبات عالیاتو د پراختیا او بیا رغونې لپاره د وقف کونکو او شتمنو خیرانو په چوکات کې د نذر ترلاسه کول او مصرفول، په عراق او سورئې کې د حسینی اربعین زیارتوالو ته د خدمت رسونې او د زیارت لپاره ټولو زیارتوالو ته د آسانتیاؤ برابرول د مونږ درې غوره ماموریّتونه دي.
د حسیني اربعین د دیره کیدا او تغذئې دچارو د ولسی مشارکت د کمیټې منشي دې ته په اشارې سره چې پنځه زره دوه سوه یو اتیا موکب لګونو نامې ثبت کړي دي، او له ارزونکو مرحلو تیریدا وروسته کابو درې زره پنځه سوه موکبونه به د حسینی اربعین زیارتوالو دخدمت کونې لپاره وټاکل شي.
هغه ووئيل؛ د حسینی اربعین اصلی کوربه د عراق خلک دي او مونږ یوازې دعراقي خلکو او موکب لګونو ملاتړي یوو،په حسینی اربعین کې ټاکل شوې ده چې ۴۰عراقي موکبونه هم د زیارتوالو د خدمتونو لپاره تیار شي. مونږ هڅه کوو، چې له عراقیانو سره مشترک موکبونه ولرل شو.
هغه دغه راز پخپلو څرګندونو کې وئيلي دي، له ایرانه عراق ته له اوو زرو تر اتو زرو پورې بار ټریلرې او ټرکونه خي چې هڅه مو دا ده چې د دغو ګاډو تیریدا هم د سرحدي کرښې په سسټمونو سره ترسره شي.
هغه ووئيل، د عراق حکومت د حسینی اربعین لارې سسټماټيک کړي دی او په لارو کې د سیوري او استراحت تمځایونه هم نصب شوی دی ،مونږ هم په پولو کې ښه موکبونه لرو او لازیات ښه تجهیزات به ځای په ځاي کړو.
نامجو د غه راز ووئيل،له ایرانیو درې نیم زره موکبونو څخه به دوه سوه موکبونه به عراق ته وارد شي او دوه زره دې سوه نور موکبونه به هم په پولو کې او د پولو ته په تلونکو لارو کې دزیارتوالو خدمتونه وکړي.
هغه دغه راز ووئيل، تیر کال ایران ته څلور لکه بهرني زیارتوال وارد شوي وو ،البته سږکال دعراق حکومت اعلان کړی دی چط یوازې څلویښت زره بهرنیان به ومني او له مونږ ئې غوښتي دي چې له دې زیات بهرني زیارتواول ته عراق ته د واریدیدا اجازت ورنکړو، مونږ د لازیاتو بهرنیو زیارتوالو د منلو امکان لرو ، خو عراقیانو وئيلي دي، چې لازیات زیارتوال نه مني او سږکال اټکل شوی چې یوازې پنځه میلیون زیارتوالو ته خدمتونه وړاندې کړو.
د حسینی اربعین د خلکو د مشارکت او هستونګې او د تغذئې د چارو د کمیټې منشي زیاته کړې ده ځينی موکبونه ژمن شوي دي چې د صفرې تر ۲۳ پورې به خپلو خدماتو وړاندې کولو ته دوام و رکړي او د صفرې ۲۳ نیټه به د خدمت کونکو موکبونو وروستۍ ورځ وي . دعراق حکومت اجازت ورکړی دی چې د محرم د میاشتې له شلمې وروسته دې د موکبونو ګاډي د خسروي، شلمچې او مهران له پولو عراق ته وارد شي.
هغه همداراز ووئيل، سږکال د حضرت زینب (س) د صحن په ۴ پوړونو کې یولک شل زره کسان دیره کړئ شي . د حضرت زهرا(س) صحن کې هم یولک شل زره کسان ځاي په ځاي کیږی.
https://iqna.ir/fa/news/4227847